غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کوچني اختر د نمانځلو په موخه د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې چمبران لوبډلې خپلې سیالې ازاد لالي لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د کوچني اختر نمانځل و، چې لس ورځې به دوام وکړي.