پنجشېر؛ پریان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پنجشېر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پریان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته مرکزي کوهسار او عقابان کوهسار لوبډلو لاره موندلې وه، چې عقابان کوهسار لوبډله د نه حاضرېدو له امله د لوبڅارانو له لوري مرکزي کوهسار لوبډله د دغو سیالیو اتله لوبډله اعلان کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.