ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د سلطان پور لوبډلې په بريا پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د سلطان پور او مختار خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د سلطان پور لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه. په ځواب د مختار خېلو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۱۵۶ منډې جوړې کړې او د ۵۴ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.
دا سيالۍ تعليم ته د هڅونې په موخه پيل شوې، چې يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.