هرات کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د ITTAF سنتي تکواندو اته ویشتم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د ITTAF سنتي تکواندو اته ویشتم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د افغان کلب ورزشکارانو لومړی، یوسفزي کلب ورزشکارانو دویم او ستارګان درخشان کلب ورزشکارانو بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو تخنیک او ظرفیت لوړول و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.