نیمروز کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اتحاد نیمروز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اتحاد نیمروز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اتحاد نیمروز لوبدلې خپلې سیالې انقلاب لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او زوني سیالیو ته د غوره لوبډلې او لوبغاړو موندل و، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.