پکتيا؛ گردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ او د زندانونو چارو رياست په گډه همکارۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د سالمې تفريح برابرولو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د واليبال دوستانه سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې دويم بلاک لوبډلې خپلې سيالې لومړي بلاک لوبډلې ته د ۳ پر ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې دا سيالۍ د زندانونو چارو رياست په واليبال لوبغالي کې ترسره کېږي او اته ورځې به دوام وکړي.