د ټوکیو المپیک نړیوالو سیالیو افغان لوبغاړو سره د جمهوررئیس لیدنه
د ټوکیو المپیک نړیوالو سیالیو افغان لوبغاړو سره د جمهوررئیس لیدنه
جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر له هغو افغان لوبغاړو سره چې د ټوکیو المپیک نړیوالو سیالیو کې یې ګډون درلود، وکتل. په دې غونډه کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس حفیظ الله ولي رحیمي د جمهوررئیس پاملرنې او ملاتړ څخه په مننې د ورزش د هراړخیزې ودې لپاره خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
ورپسی جمهور رئیس وویل، د ویاړ ځای دی چې افغان لوبغاړی په ګډه د افغانستان ویاړلي بیرغ په لېږدولو سره نړۍ ته د مساوات او دا پیغام ورکوي چې افغان نارینه او ښځه د یو بل ترڅنګ دي. دا ویاړلی بیرغ به هیڅ وخت ټیټ نشي او د ملت اراده به تل پیاوړې وي.
محمداشرف غني د خپلو خبرو په پای کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه او د خپل همېشني ملاتړ د ډاډ ورکړ.
