بغلان کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني‌فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
Sun, May 18 2025 8:44 PM
بغلان کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني‌فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پلخمري ښار کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو یوني‌فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل، بغلان، تخار، کندز او پروان ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو؛ چې په پایله کې د بغلان ولایت ورزشکارانو لومړی، کابل ولایت ورزشکارانو دویم او د کندز ولایت ورزشکارانو بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه رزمي لوبو ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، ستاینلیکونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS