کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د رستمي غېږنيونې په نړيوالو سياليو کې د سرو زرو مډال ګټونکی ورزشکار وستايه

org2_admin
Tue, Jun 03 2025 2:49 PM
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د رستمي غېږنيونې په نړيوالو سياليو کې د سرو زرو مډال ګټونکی ورزشکار وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د رهبرۍ له لوري له ۱۸ کلنو کم عمره ځوانانو د رستمي غېږنيونې نړيوالو او اسيايي سياليو کې د سرو زرو مډال ګټونکی ورزشکار محمد عمر عزيزي، د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستايه.

دغې ستاينغونډه کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري ، د فوټبال ملي فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د کورش ملي فدراسيون رئيس سید محمود ضياء دشتي، ورزشي مسوولينو او مډال راوړونکي ورزشکار ترڅنګ د فوټبال نړيوال سند ترلاسه کوونکو لوبڅارانو ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې، د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال ښاغلي حافظ احمد جان ځدراڼ د سرو زرو مډال راوړونکي ورزشکار ته د دې تاريخي مډال مبارکۍ ترڅنګ وويل، د ا.ا.ا په راتګ سره ورزش زيات پرمختګ کړی دی او ورزشکارانو په بېلابېلو برخو کې زيات شمېر وياړونه هېواد ته راوړي دي.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې دغه ټول وياړنه د يو کلک هوډ او ملاتړ پايله ده، چې ا.ا.ا امارت او د هېواد ورزش اداره يې له خپلو ورزشکارانو څخه کوي.

په دې ستاينغونډه کې د ازبکستان په کوربتوب د رستمي غېږنيونې نړيوالو سياليو کې د سرو زرو مډال ګټونکي ترڅنګ د فوټبال ملي فدراسیون هغه پنځه تنه لوبڅاران هم وستايل شول ، چې تازه يې له فيفا څخه د نړيوالو سياليو د لوبڅارۍ سندونه ترلاسه کړي وو.

له دغو لوبڅارانو څخه درې تنو ( محمد اشرف حسن زاده، جليل احمد جامي او شفیق الله حبيبي ) د فوټبال لوبڅارۍ، محمد سخي صديقي د ساحلي فوټبال لوبڅارۍ او عتيق الله نيازي د فوټسال لوبڅارۍ نړيوال سندونه ترلاسه کړي وو.

د يادونې وړ ده، چې د کورش د ځوانانو د رستمي غېږنيونې نړيوالې او اسيايي سيالۍ د ازبکستان په کوربتوب د دې هېواد نکوس ښار کې د ۲۲ هېوادونو ترمنځ د روانې غبرګولي مياشتې له ۷مې تر ۱۰مې نېټې ترسره شوې، چې افغان ورزشکارانو پکې يو د سروزرو، دوه د سپينو زرو او دوه د برنزو مډالونه وګټل.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS