میدان وردګ؛ میدان ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جوجیتسو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې له درېوو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له شاهین شیران، ارغندې نوي ځوانان او میدان ښار ځوانانو کلبونو څخه د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې شاهین شیران کلب لومړی، ارغندې نوي ځوانانو کلب دویم او میدان ښار ځوانانو کلب درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د جوجیتسو ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.