هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ فوټبال حوزه کې د ۱۶ب لوبډلو ترمنځ د خالد نورزي په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د لکړۍ ځوانانو او مسلم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې لکړۍ ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲ پر ۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د دوی لپاره د سالمې تفريح برابرول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.