بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاربولک ولسوالۍ په لېندۍ کلي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د چهل چراخ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پايلوبه کې چهل چراخ لوبډلې خپلې سيالې کوه نور لوبډلې ته د ۰/۱ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه ورزش ته وده او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.