ننگرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د روداتو ولسوالۍ په ډبرو سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يادې سيمې منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ډبرو انصاف او سپين غر اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ډبرو انصاف لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځيدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې سپين غر اتلانو لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي.