کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په عساخېلو ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د جاويد خپلواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې جاويد خپلواک لوبډلې خپلې سيالې يتيم کلي ځوانانو لوبډلې ته د ۲۰/۲۵ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده ورکول او د يادې ولسوالۍ ځوانان ورزش ته هڅول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.