پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ، چې ۱۴ ورځې مخکې پيل شوې وې د ارگون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ارگون لوبډلې خپلې سيالې خواجه سبز لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه يې ليری والی وو.