غزني کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Fri, Jun 27 2025 10:23 PM
غزني کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د y.h.o.d مؤسېسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په اسلامي ثقافت جمنازيوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې خراسان لوبډلې خپلې سیالې هفت ستاره لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې يوه اونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د غزني ورزشي امريت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS