پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۲۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
يادې سیالۍ د کورش ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته بری ليکونه او ډالۍ ورکړل شوې.