د نیمروز والي د ياد ولايت له ورزشي آمر او ورزشکارانو سره ولیدل

د نیمروز ولایت والي شيخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت له ورزشي آمر او یو شمېر ورزشکارانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغې لیدنه کې ښاغلي محمد قاسم خالد ورزشي آمر او ورزشکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی ورزشي هڅې وستایلې او د لا زیاتو بریاوو هیله یې وښوده.
ښاغلي خالد همداراز ورزش د یووالي، امن او ورورولۍ وسیله وبلله او زیاته یې کړه چې ورزشکاران باید د خپلو ملي او دیني ارزښتونو په پام کې نیولو سره د لوبو ډګرونو ته ښکته شي.
په پای کې ورزشکارانو له د ياد ولايت له والي سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د هغه له خوا ورته د حل او رسېدنې ډاډ ورکړل شو.