خوست کې د شاوخوا څلور میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د ورزشي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه

org2_admin
Sat, Jul 05 2025 1:34 PM
خوست کې د شاوخوا څلور میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د ورزشي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي يې خوست ته د سفر پر مهال د ياد ولايت مرکز کې د نجیب تلاش خیره بنسټ په مالي ملاتړ د جوړېدونکي نړۍوال او معياري ورزشي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د فوټبال فدراسيون رئيس محمد يوسف کارګر، د باسکټبال فدراسيون رئيس حاجي عبيدالله ارغنديوال، د سياليو د دايرولو آمر عزیزالرحمن ملنگ، د خوست ولايت د والي مرستيال مولوي محبوب شاه قانت، د ولسي جرګې پخواني غړي سید احمد سېلاب، ولسي مخورو او ورزشکارانو گډون کړی و.

د هېواد د ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق په دغو مراسمو کې له نجیب تلاش خیریه بنسټ څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو او په ځانګړي ډول افغان ورزشکارانو د سالمې بوختیا او د دوی د پرمختګ لپاره داسې یو معياري کمپلکس جوړوي او دا یې د خوست د ولسونو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله، چې په راتلونکي کې به په ياد کمپلکس کې د هېواد په کچه سترې سیالۍ ترسره کیږي.

ښاغلي وثیق همداراز زیاته کړه، چې د ورزش ادارې تل هڅه کړې، چې د ځوانانو لپاره سالمه بوختیا رامنځته کړي او ياده اداره ژمنه کوي چې د خپلو ورزشکارانو لپاره به د امکان تر حده آسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي همداراز له خصوصي سکتور څخه مننه وکړه چې تل يې د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ کړی دی او هیله یې وښوده چې دا لړۍ همداسې دوامداره وساتي.

په ورته وخت کې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د دغه کمپلکس د چارو په پیل خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د دې کمپلکس له جوړېدو وروسته به خوست د ملي او نړۍوالو سترو سیالیو کوربتوب وکړي.

په دغو مراسمو کې همداراز د خوست ولایت د والي مرستيال مولوي محبوب شاه قانت د ورزش ادارې د فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ا.ا.ا په راتګ سره په خوست او ټول هېواد کې ورزش په بېساري ډول پرمختګ کړی دی، چې دا د نړیوالو لپاره د افغانستان د آبادۍ یوه ژوندۍ بېلګه ده.

ښاغلي قانت همداراز د ورزش ادارې له هڅو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د خوست ولسونه د دغې ملي او سترې پروژې د ښه او شفاف تطبیق غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کمپلکس به په لس جریبه ځمکه کې د شاوخوا څلور میلیونو امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شي، چې پکې د واليبال، فوټبال او ټينس لوبغالي، ورزشي جېم، معياري جمنازيوم او مدرسه شامل دي او ابتدايي کارونه به یې په ١٤ میاشتو کې بشپړ شي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS