ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د هزارناو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د باسول لمر او هزارناو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه هزارناو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٢٠١ منډو هدف وټاکه. باسول لمر لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو په زیان ١٥٥ منډې وکړې او د ٤٥ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش د لوی اختر د نمانځلو په مناسبت پیل شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.