چیلسي لوبډله د کلبونو نړۍوال جام سیالیو پایلوبې ته ووته

د کلبونو نړۍوال جام څلورو غوره لوبډلو پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې چیلسي خپلې سیالۍ لوبډلې فلومیننزه ته د ۲ – ۰ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.
د څلورو غوره لوبډلو پړاو وروستۍ سیالي به د ریال مادرید او پاريسینټ ژرمن لوبډلو ترمنځ نن( چهارشنبه، د جولای ۹مه) د کابل پر مهال د مازیګر ۳بجې د امریکا متحده ایلاتو په نیوجرسي ښار کې ترسره شي.
د کلبونو نړۍوال جام سیالۍ د ۳۲ لوبډلو په ګډون د روان میلادي کال جون میاشتې پر ۱۴مه د امریکا متحده ایلاتو په کوربهتوب پیل شوي او د جولای تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.