ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شل ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک نندارې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د شل ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک نندارې ترسره شوې.
دغه ورزشي نندارې د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح او ورزش ته د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.