زابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ياران الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د ياران الف، هدايت، سالار او ارشاد لوبډلو گډون کړی وو، چې پايلوبې ته يې د ياران الف او سالار لوبډلو لار پېدا کړه، چې په پايله کې ياران الف لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۰/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه د ښاريانو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول وو، چې شپږ ورځې يې دوام وکړ.