خوست کې دشپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار په کنډیو سیمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د یاسین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د کونډیو ایلیون سټارز او یاسین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې کونډیو ایلیون سټارز لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١۳۴ منډو هدف وټاکه. یاسین لوبډلې ټاکلی هدف د درېیوو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۳۴ورځې یې دوام وکړ.