پروان؛ جبل سراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ ترسره شوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جبل سراج ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اتحاد جبل سراج لوبډلې خپلې سیالې کهکشان لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.