نیمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د چخانسور ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یاد ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې اتحاد جوانان لوبډلې خپلې سیالې جوانان مرکز لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.