غور کې د عقابان هندرکش لوبډله د سیاه کوه غر لوړې څوکې ته وختله

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د غور عقابان هندرکش لوبډله د سیاه کوه غر لوړې څوکې ته وختله.
یاده لوبډله د سیاه کو غر ۲۸۸۰ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله او موخه یې د غرختنې رواج دودول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.