پکتیا کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
د يادو سیالیو په پایله کې شپږ تنه د بدن ښکلا او پنځه تنه د فټنس په برخه کې د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
دا سیالۍ د پکتیا ولایت د بدن ښکلا او فټنس لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو په موخه وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.