پکتیا کې د ۸۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې زوني جام سيالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د درېيو ولايتونو د ۸۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې زوني جام سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې له خوست، لوگر او پکتيا ولايتونو څخه ورزشکارانو د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې لوگر لومړی او پکتيا بيا دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د غوره ورزشکارانو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.