خوست؛ په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ چې شل ورځې به دوام وکړي، لومړۍ لوبه يې د سيد نور او فريد ماليار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د ۱-۱ ميدان په ګټلو د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته ورسېده.