هرات کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي اف تکواندو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي اف تکواندو سنتي نهه ویشتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګویو او بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۰ تنه ورزشکاران د ای ټي اف تکواندو سنتي منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د تکواندو ورزش ته وده روکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د هرات ورزشي ریاست له لوري غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.