بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې له مرکز او والسوالیو د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۶ تنو کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځټه کول و، د سیالیو په پای کې غوره کورشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.