کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
Tue, Aug 05 2025 9:12 AM
کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدنې روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د ملي لوبډلې د نويو ځوانانو دولسم پړاو او د لويانو لومړی پړاو ټاکنيزې سيالۍ د ۳۰۰ ورزشکارانو په ګډون د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رئيس، مولوي احمدالله وثيق، د المپيکي چارو رئیس داد محمد پاينده اختري، د کورنیوچارو وزارت وياند، مفتي عبدالمتين قانع، د المپيک کمېټې مرستيال، باور هوتک، د دې رياست مالي او اداري رئيس، مولوي عبدالناصر هاشمي، د عوت او ارشاد رئيس، مولوي داد محمد بريال عطايي، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د دفتر رئيس فضل الرحمن بري، د ننګرهار د ورزش ادارې رئیس عبدالسلام وزیروال، د تکواندو ملي فدراسيون رئيس دوکتور نجيب الله سکندر، ورزشي مسوولينو او د ورزش مينه والو ګډون کړی و.

د دې سياليو د پرانيستې په موخه جوړو شويو مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق وويل، خوښ يم، چې د تکواندو ملي لوبډلي ټاکنيزو سياليو کې ګډون کوم. دغه راز نوموړي زياته کړه، چې د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړو هېواد ته ډېر وياړونه راوړي دي او له ياد فدراسيون يې وغوښتل، چې لانور استعدادونه وروزي، ترڅو له نړيوالو سياليو وياړونه راوړي او د هېواد نوم لاوځلوي.

د ويلو وړ ده، چې دغه سیالۍ په ايران کې د ميشت افغان کډوالو ورزشکارانو په ګډون د هېواد د ۲۰ ولايتونو د لوبډلو ترمنځ په دوو سبکونو مبارزې او پومسه کې ترسره کېږي، چې د مبارزي برخه کې به يې تنکي ځوانان او د پومسې په برخه کې به يې لويان د يو بل پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي، چې په پايله کې به يې ۴۰ تنه د تنکيو ځوانانو ملي لوبډلې ته او ۲۰ تنه د لويانو ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS