بلخ ؛ زارع ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په زارع ولسوالۍ کې له دوو لوبډلو د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د قزاق يشلر لوبډلې لومړی او د ستاره قزاق لوبډلې بیا دویم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.