د بلخ ولايت غرختونکي په نهر شاهي ولسوالۍ کې د کارېز غرونو لوړې څوکې ته وختل

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د غرختنې اوه کسیزه لوبډله د کارېز غرونو لوړې څوکې ته وختله.
ياده لوبډله د کارېز غرونو ۱۶۰۰ متري واټن لوړې څوکې ته وختله او موخه يې د غرختنې ورزش دودول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.