بامیان کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ او کیک بوکسینګ ملي فدراسیون له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کیک بوکسینګ څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
په دغو سیالیو کې د کابل، کندهار، پکتیا، لوګر، کاپيسا، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، پروان او بامیانو ولایتونو ګډون کړی وو، چې په پایله کې د بامیان ولایت ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه په ولایتونو کې د کیک بوکسینګ ورزش ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.