ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز جلال اباد غورځنګ ورزشي کلب کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۳۰ سوک وهونکو خپلو سيالو ورزشکارانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.