غور؛ پسابند ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پسابند ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ۵۰ کيلو ګرام څخه تر ۹۵ کيلو ګرام وزنونو کې د سيمه ييزې پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې ۱۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړی او ۱۰ تنو ورزشکارانو دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول و، د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
