پکتیا؛ احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د W.T.F تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو او نویو ځوانانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پایله کې میوند کلب د ۱۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او اتحاد کلب د ۹ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.