غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تیوره ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ په ازاد وزن کې ترسره شوې، چې په پایله کې پهلوان حنیف او پهلوان عتیق الله د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د غېږنیونې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د تیوره ولسوالۍ ورزش مدیریت له لوري اتلو ورزشکارانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.