ننگرهار کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونړ ولايت زلزله ځپلو سره د غمرازۍ په موخه د سوک وهنې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې ورزشکارانو د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ۷۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
ياده، دې وي، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته ستاینلکونه ورکړل شول.