د غزني په مرکز ښار کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بکسینګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sun, Sep 07 2025 8:58 AM
د غزني په مرکز ښار کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بکسینګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ورزشي ورزشي جمنازیوم کې له لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، خوست او غزني ولایتونو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بکسینګ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په بېلا بېلو کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې غزني لومړی، خوست دویم او میدان وردګ بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د بکسینګ ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د غزني ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS