پروان کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلیفټینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې له بېلا بېلو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفټینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو پايله کې اووه تنو ورزشکارانو په بېلابېلو کټګوریو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د یاد ولایت د پاورلیفټینګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د پاورلیفټینګ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
