جوزجان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د شکور قناعت بخش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې څو ورځې مخکې پيل شوې وې د شکور قناعت بخش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايله کې شکور قناعت بخش لوبډلې د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره د اتلولۍ مقام او عبدالقادر صرافي لوبډلې بيا دويم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه د جوزجان ولايت د واليبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل وو، چې په پای کې لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
