بدخشان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ویلچر بسکټبال سیالۍ د عقابان پامیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پارالمپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز فیض اباد ولسوالۍ په سره صلیب جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ویلچر بسکټبال سیالۍ، چې درې اونۍ مخکې پيل شوې وې د عقابان پامیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې عقابان پامیر لوبډلې خپلې سیالې مارکول پول لوبډلې ته د ۴۳/۴۱ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د بدخشان د ویلچر بسکټبال منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.