هرات کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سیمرغ زیارت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د سوپر جام په نوم د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې ۲۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د سیمرغ زیارت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې سیمرغ زیارت لوبډلې خپلې سیالې اتحاد زیرګي لوبډلې ته د زیاتو امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
