پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو کې ون سبک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو کې ون سبک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۱۰ تنه غوره ورزشکاران د پکتیا ولایت د کې ون سبک ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
دا سیالۍ د پکتیا ولایت د کې ون سبک ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.