غزني؛ د ميرويس وزيرزي کټوازي، د غزني نېزه وهنې ملي ټورنمنټ د ۹ لوبډلو ترمنځ پيل شو

org_admin
Fri, Oct 03 2025 5:52 PM
غزني؛ د ميرويس وزيرزي کټوازي، د غزني نېزه وهنې ملي ټورنمنټ د ۹ لوبډلو ترمنځ پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بزکشۍ، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسيون له لوري، د غزني ولايت تربيت بدني او ورزش آمريت په همکارۍ او د ميرويس وزيرزي کټوازي ملي سوداګر په مالي مرسته د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۹ لوبډلو ترمنځ د ميرويس وزيرزي کټوازي، د غزني نېزه وهنې ملي ټورنمنټ، د دې ولايت د زرګر او قلاتي ترمنځ دښته کې پيل شو.

دغه ملي ټورنمنټ د هېواد د اتو ولايتونو ( پکتيا، پکتيکا، لوګر، خوست، کابل، ميدان وردګ، زابل او غزني ) څخه د ۹ لوبډلو ترمنځ پيل شو.

د ياد ټورنمنټ د پيل په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د بزکشۍ، نېزه وهنې او محلي لوبو ملي فدراسيون رئیس غلام سرور جلال، د غزني ولايت ورزشي امر حاجي بلال مج.ا هد، د دې ولايت بېلابېلو مسوولينو، نېزه وهونکو او ګڼ شمير د نېزه وهنې لوبې مينوالو ګډون کړی و.

د دغه ټورنمنټ د پيل په مراسمو کې ښاغلي مولوي احمدالله وثيق د وينا پر مهال وويل، ورزش يوازې يوه لوبه نه ده، بلکي د ملتونو د يووالي يوه ذريعه هم ده.

دغه راز نوموړي وويل، نېزه وهنه د محلي لوبې ترڅنګ يوه سنتي لوبه ده، چې له کلونو را پديخوا په افغانستان کې روانه ده او زيات شمير مينوال لري.

همدارنګه د نېزه وهني ملي فدراسيون رئیس غلام سرور جلال د نېزه وهني پر تاريخ سربېره په افغانستان کې يې د پرمختګ او بېلابېل ټورنمنټونو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز يې د ملي سوداګرو ميرويس وزيرزي کټوازي او کمال نبي زاده، څخه مننه وکړه، چې دغه ټورنمنټ کې يې مالي ملاتړ کړی دی.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ نن( پنجشنبه، د تلې ۱۰مه) پيل او دوې ورځې به دوام وکړي، چې په پای کې به يې لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته يو عراده تېز رفتار موټر، دويم مقام ګټونکې ته ۲۰ زره افغانۍ او درېيم مقام ګټونکي لوبډلې ته بیا ۱۰ زره افغانۍ د جایزې په ډول ورکړل شي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS