خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sat, Oct 04 2025 10:44 AM
خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کابل خېل لالا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د کابل خېل لالا او کابل خېل اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کابل خېل لالا لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٨ منډو هدف وټاکه. کابل خېل اتلانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ١٤٦ منډې وکړې او د ١١ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS