کونړ؛ اسمار ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنې ښار کې د رسنیو د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د زنګ سټار او زوړ اسمار ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه زنګ سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه. چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٧ منډو هدف وټاکه. زوړ اسمار لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
